په ترکیه کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې پرون وویل چې په دغه هېواد کې ۳ سوه زره افغانان رسماً ثبت شوي چې اکثره د لنډې مودې لپاره دغه هیواد ته تللي دي خو د هغوی په منځ کې ۴۸ زره د اوږدې مودې د اقامت اسناد لري. د دې ټولنې د معلوماتو پر اساس د ترکیې حکومت د روان میلادي کال له پیله د جون تر ۲۲ پورې ۱۵ زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي. په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ترکیې ته د افغانانو تګ زیات شو. ډېری افغانان د ایران له خاورې په خطرناکو لارو ترکیې ته اوړي.








