د کندوز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرولو خبر ورکوي. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ اړوند بلوچها کلي کې د ۹ میلیونو ۳۹۹ زره ۲۸۴ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. د مسوولینو په وینا یادو پروژو د کار په جریان کې به ۵۵۰۰ تنو په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.








