د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په تېرو دریو ورځو کې په میدان وردګو، کابل، خوست، پکتیا، کونړ، نورستان، غزني او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو کې ۳۸ کسان مړه شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي دي. د رحیمي په وینا، ۹۲۰ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي. د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، ۴۵۶ څاروي تلف شوي او د څه باندې ۷ زره کرنیزو ځمکو حاصلات له منځه تللي دي.








