کورنیوچارو وزارت له ښکاري ټوپکو څخه د کار اخیستلو نوی طرزالعمل اعلان کړی دی. دغه وزارت پر خپل ټویټر لیکلي، چې دا طرزالعمل د وحشي ژویو د خوندیتوب او په غیرمسوولانه ډول د موشکش، چره يي، سپورتي او عتیقه ډوله ښکاري ټوپکو د ګرځولو، لرلو او واردولو د مخنیوي لپاره په څلورو فصلونو او ۱۷ مادو کې تدوین شوی دی. سرچینې ویلي، د غیرمسوولو ډلو د انحلال او د ډایاګ مدیریتونه او همداراز د دې وزارت اړوند د کشف او له جرایمو سره د مبارزې عمومي ریاست د ښکاري ټوپکو د جوازونو د وېش، واردولو او ترانزیت یوازیني مراجع دي.








