په هرات ولایت کې د بطریو تولیدي شرکت مسوولین وايي، چې په ورځني ډول دوه زره بطرۍ تولیدوي او په نږدې راتلونکې کې به له هېواد څخه بهر هم د خپلو تولید شویو بطریو صادرات پیل کړي. دوی وايي، د دغو بطریو په تولید سره توانيدلي چې افغانستان بطریو په برخه کې پر ځان بسیا کړي. په دغه فابریکه کې ۱۸۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده. سرپرست حکومت هم د کورنیو تولیداتو د ودې او په کور دننه د داخلي تولیداتو په ګټې اخیستنې ټینګار کوي.








