د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په جده کې د عربي او منځنۍ اسیا هېوادونو په سرمشریزه کې وویل چې په افغانستان کې باید د ټولو توکمونو په ګډون یو ټول شموله حکومت رامنځته شي. هغه دغه راز، زياته کړه چې په افغانستان کې د ټولو توکمونو او ښځو حقونه او آزادي بايد تامين شي. د تاجکستان ولسمشر وویل، هېواد یې تل په افغانستان کې د سوله ییز حل پلوی دی او ټول شموله حکومت د سولې بنسټ جوړوي. نوموړي دغه راز د عربي او منځنۍ اسيا هېوادونو له مشرانو هم وغوښتل چې د نړيوالو جرمونو او نشه يي توکو له قاچاق سره په مبارزه کې همکاري وکړي.







