د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي درانی نن کابل ته راځي. پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغه هېواد ځانګړی استازی به افغانستان ته په خپل لومړني سفر کې د سرپرست حکومت له ځینو چارواکو سره خبرې وکړي. اخوا بیا د سرپرست حکومت ویاند وایي چې تمه ده افغانستان ته د پاکستان د ځانګړي استازي له سفر سره به، پر ځینو مهمو مسایلو او له هغې ډلې د ډیورند فرضي کرښې او پر هغو تورونو چې وروستیو میاشتو کې پر سرپرست حکومت پورې شوي له نږدې خبرې اترې وشي.








