د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د تازه میوو په حاصلاتو کې د ۲۱ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي. د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس وايي، چې سږ کال له ۳۹ زره ۷۷۳ جریب بڼوڼو څخه، ۴۶۷ زره او ۲۷۲ ټنه حاصلات ترلاسه شوي، چې د تېر کال په پرتله د تازه میوو په حاصلاتو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړي وویل، چې د مېوه جاتو په حاصلاتو کې د زیاتوالي اصلي لاملونه په دې ولایت کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بڼوالۍ میکانیز کولو، د بڼوالو لاسنیوی او پر سلګونو بڼوالو د بڼوالۍ اړوند وسایلو وېشل دي او زیاتوي، چې د اسلامې امارت له بریا سره سم په لوګر کې ۷۰۰ جریبه نوي بڼوڼه جوړ شوي دي.








