په کابل کې د امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون پرانیست غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د منځنۍ او جنوبي اسیا پر هېوادونو غږ کړی، چې افغانستان د ترانزیټ او سوداګریزو توکو د لېږد لپاره امن لاره ده. نوموړی زیاتوي، چې د نورو اسانتیاوو تر څنګ د لویو لارو د اساسي بیارغونې چارې هم پیل شوې دي. د ده په خبره د سرپرست حکومت په راتګ او د امنیت په ټینګښت سره هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. نوموړي افغاني او بهرني پانګوال افغانستان کې پانګونې ته رابللي او بهرنیو پانګوالو ته یې ډاډ ورکړی، چې له ټولو هغو امتیازاتو او حقوقو به برخمن وي، کوم چې افغان پانګوالو ته ورکول کېږي.








