د هوا پېژندنې ادارې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو د احتمال خبر ورکړی. د دې ادارې د معلوماتو له مخې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، غور، بامیان، دایکندي، کابل، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو او همداراز په سالنګونو کې نن په ساعت کې د ۲۰ او ۷۵ کیلومترو په سرعت د باد اټکل کېږي. دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو څو اونيو راهيسې په بېلابېلو ولايتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.








