د ایران ځینو رسنیو پرون راپور ورکړی، چې د ایران د حکومت یوه سلاکار ویلي، د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغان پانګهوالو په ایران کې شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالره پانګونه کړې ده. د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار ویلي، په ایران کې که څه هم د افغان پانګهوالو دا پانګونه کوچنۍ ده، خو بیا هم د پام وړ ګڼل کېږي. نوموړي ویلي، د افغان پانګهوالو لخوا پر کرنه، صنعت او ساختماني چارو پانګونې شوې دي. د دغه ایراني چارواکي په وینا، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو مخکې په ایران کې د افغان پانګهوالو له خوا لږه پانګونه شوې وه، خو له تېر کال راهیسې تر ټولو غټه بهرنۍ پانګونه د افغان پانګهوالو ده.








