د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کیږي د بیارغونې چارې یې پیل شوې. د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې د چارو د پیل کېدو په مراسیمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل، چې له قوشتېپې کانال څخه وروسته دا دوهمه لویه ملي او اقتصادي پروژه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد له شمال څخه سويل ته د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. د سالنګونو د بیارغونې پروژه په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د خصوصي سکټور له لوري د ۸۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د دوه کلونو په موده کې بشپړېږي، چې زرګونو کسانو ته پکې کاري فرصتونه رامنځته کېږي.








