له پاکستانه په تېرو درېیو ورځو کې څه باندې ۵۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دغه ۵۵۷ کډوال له تېرې شنبې تر سې شنبې ورځې پورې د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت وايي یاد کډوال چې په ټوله کې ۹۴ کورنۍ کېږي، د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. ویل شوي، هر راستنېدونکي ته د خوراکي توکو یوه بسته ورکړل شوې ده. دا نه دي ویل شوي، چې دغه افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، که په جبري ډول له هغه هېواده ایستل شوي دي. په وروستیو کې په پاکستان کې افغانان د پاکستاني پولیسو لهخوا په بېلابېلو نیول کېږي او ترڅنګ یې پاکستانی حکومت د ډېرو هغو افغانانو ویزې نه تمدیدوي چې هلته یې د ویزو موده پای ته رسېدلې ده.








