په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وایي، چې په تورخم کې د بند پاتې افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې دي. دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستاني لوري په دې برخه کې د سفارت رهبرۍ ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته په کډه ستنېږي او تورخم کې بند پاتې دي، ډېر ژر به اجازه ورکړي چې خپل هېواد ته ولاړ شي. د سرچینې په وینا، همدارنګه ورسره ژمنه شوې، چې په راتلونکي کې به د دا ډول ستونزو مخه ونیول شي.








