د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو خبر ورکوي. د یادې شبکې چارو د پیل پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس محمد قاسم راشد وویل، چې دغه شبکه د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۴ میلیونو او ۳۶۰ زره افغانیو په لګښت د ۳ زره او ۸۷۰ مترو په اوږدوالي خروار ولسوالۍ کلي کې جوړېږي، چې په کې د لمریزې برېښنا ۳۰ تختو نصبول، د ۶۰ مترمکعب په وړتیا د یوې زېرمې جوړول او دغه راز د ۶۶ نل لیکو نصبول شامل دي. راشد زیاته کړه، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به د دغه کلي ۲۹۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.








