د زابل په مرکز کلات او درېیو ولسوالیو شاه جوی، ميزانه او شينکۍ کې د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۷ ښوونځيو ودانۍ ترمیم او بيا ورغول شوي. د دغه ولايت د پوهني ریيس محمد نسیم نصیر وويل، د دغو اوو ښوونځيو د بیارغونې چارې د دغه ریاست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتر صندوق په مالي او د لوی کندهار بیاودانولو موسسي په تخنيکي ملاتړ ترسره شوي دي. هغه زیاته کړه، دغه اووه ښوونځي د مرکز کلات ترڅنگ په شاه جوی، میزانه او شینکۍ ولسوالیو کې دي چې د بیارغونې چارې یې د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. دی وايي د ښوونځیو د ودانیو په ترميماتي چارو کې د دروازو او کړکیو جوړول، د ټولګیو د چتونو سیمنټ یا ایزوگام کول د ټولو ودانۍ رنګول او نور کارونه شامل دي. د هغه په خبره، په دې توګه د دغو ښوونځیو له بیارغونې سره څه باندې ۶ زره هلکانو او نجونو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شو.








