د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د تېرې اونۍ زلزلې د دغه ولایت یو شمېر تاریخي آبدې زیانمنې او د نړېدو له ګواښ سره مخ کړې دي. تېره اونۍ د شپې په شاوخوا ۹:۳۴ دقیقو د ۶،۵ په درجو یوې زورورې زلزلې د افغانستان مرکزي، شمالي او ختیځ ولایتونو ولړزول. د دې زلزلې بدخشان ولایت کې د هندوکش غرونه وو. سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو ویلي چې د دې زلزلې له امله پنځه تنه مړه او تر ۹۰ پورې نور ټپیان شوي وو. بلخوا د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار ویلي، چې یادې زلزلې د محمد شریف خان تاریخي آبده، د غزني زاړه ښار دوه برجونه او د خواجه ملک یار پرنده تاریخي مقبره زیانمنه کړې او که ورته جدي پاملرنه ونه شي، د نړېدو امکان یې شته.








