په مسکو کې د افغانستان سفارت وایي، د ا.ا د پنځمې کلیزې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې په روسیه کې د ا.ا سفیر ګل حسن حسن، د کابل او مسکو اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ د پراختیا په حال کې بللې دي. نوموړي د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د افغانستان جغرافیایي موقعیت مهم بللی دی. په همدې مراسمو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې مسکو له افغانستان سره د انرژۍ، ترانسپورټ، کرنې او کانونو په برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتو دی.








