بريتانيا مېشتې سېف ده چېلډرن، يا د ماشومانو ژغورنې خيريه ټولنې ويلي، بريتانوی حکومت افغانستان کې له يوه پروګرام سره د ۷ ميليونه ډالرو مرستې کموي. سېف ده چېلډرن وايي، بریتانوي حکومت له دوی سره د اوو میلیونو پونډو مرستو کچه یو میلیون ډالرو ته ښکته کړې ده. دې پروګرام د روغتيا پالنې او زدهکړو په څېر بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسي په برخو کې له خلکو سره مرسته کوله. اټکل دی چې د ۱۴ ميليونه ماشومانو په ګډون، د افغانستان نيمايي وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري. د یادې ټولنې چارواکو ویلي، اوس دوی اړ دي چې خپلې چارې په دغه یو میلیون پونډو مخته یوسي او پر مټ یې په افغانستان کې میلیونونه ماشومانو ته روغتیايي او ښوونیز خدمتونه ورسوي. دوی خبرداری ورکړی چې پر دوی د پیسو کمول به افغانستان کې د دوی د پروژې د درېدو لامل شي.








