د هلمند د کرنې ریاست مسوولين وايي، سږ کال یې په دغه ولایت کې د انجې بوټي کرکېلې ډېرولو لپاره هڅې پيل کړې دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د طبیعي بوټو څانګې مدير انجنیر محمد اسلم بشردوست وویل، دوی پلان لري چې سږ کال په هلمند کې د انجې کرلو ته خلک وهڅوي. هغه زياته کړه، د کرنې ریاست درې کاله وړاندې په هلمند کې په تحقيقي ډول انجه وكرله او په وينا يې ډېره ښه پایله یې درلوده. نوموړي وویل، د دوی څېړنو ښودلې چې د هلمند آب وهوا د انجې کرلو لپاره ډېره مناسبه ده او هيله ده چې لا ډېر بزګر دغه بوټى وكري. بشردوست دغه راز وویل د کرنې ریاست به ټولو هغو کروندګرو ته روزنه ورکړي چې غواړي په خپلو ځمکو کې انجه وكري.








