د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي که نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو پلي کېدل غواړي له سرپرست حکومت سره دې تعامل ښه کړي. عمران خان دا څرګندونې له بریتانوي ۴ نیوز تلویزون سره د مرکې پر مهال کړې دی. هغه په ټینګار سره ویلي، د افغانانو دا نه خوښېږي چې بل څوک ورته دې ورته د څه کولو او یا ویلو ووایي. هغه زیاته کړې، که لوېدیځ هېوادونه پر ط البانو اغېز راوستل غواړي؛ نو له طالبانو سره دې په اړیکو کې اوسي، له هغوی سره دې تعامل وکړي. عمران خان نړۍ ته سپارښتنه کړې چې له ط البانو سره تعامل زیات کړي چې د ده په وینا بیا به د دوی خبره ومني.








