د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون په مسکو کې د دویمې ورځې لپاره د چین د ولسمشر شي جین پېنګ سره خبرې کړې دي. پوتین په اوکراین کې د روسیې د جګړې د حل لپاره د بېجېنګ د سولې د پلان هرکلی کړی دی. مسکو ته د خپل سفر پر مهال د چین ولسمشر ویلي چې هیله یې د چین او روسیې د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړي کول او په نړیواله کچه برابري رامنځ ته کول دي.








