په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، ۱۹۰ افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو ازاد او هېواد ولېږدول شول. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، تېره ورځ د دغه سفارت او په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ په هڅو ۱۹۰ افغان بنديان د سند ایالت له زندانو ازاد او هېواد ته منتقل شول. سرچینې لیکلي چې تر دې دمه ۱۸۹۳ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو آزاد او د سفارت او قونسلګرۍ په لګښت هېواد ته لېږدول شوي دي.








