د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي پرون ۲۰۱۷ افغان کډوال له ايرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي دغه کسان د هرات د اسلام كلا له لارې هېواد ته راغلي دي. سرچینې ليکلي د کډوالو چارو وزارت استازولیو له خوا د راستانه شوو کډوالو له سروې وروسته ۴۲۳ کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د روانې کب میاشتې په ۲۴مه هم ۴ زره ۹۸۶ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.








