د ایران حکومت ویلي چې سعودي عربستان د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي ته په یوه رسمي لیک کې ریاض ته د سفر بلنه ورکړې ده. د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي ولسمشر رییسي به رياض ته په رسمي سفرکې د سعودي عربستان د پاچا د بلنې په هرکلي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاريو دپياوړتيا لپاره د ايران پر چمتووالي ټينګار وکړي. سعودي عربستان او ايران د مارچ په لسمه نېټه اعلان وکړ چې له اوو کلونو کړکېچ وروسته يې د چين په منځګړيتوب د اړيکو د بېرته ټينګولو موافقه وکړه. سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغه له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې ایراني اعتراض کوونکو په دغه هېواد کې د سعودي پر ډیپلوماټیک ماموریت برید وکړ. بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان ویلي، ایران او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د یوې غونډې تابیا کړې او د دې لپاره درې ځایونه وړاندیز شوي دي. نوموړي د دې ځایونه نومونه نه دي یاد کړي او نه یې هم د احتمالي غونډې نېټه یاده کړې ده.








