د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې په راتلونکي کال کې به د بولدک- چمن ترمنځ د اوسپنې پټلۍ کارونه پيل کړي. د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر دا خبره د کندهار د اوسپني پټلۍ د آمریت څخه د لیدنې پر مهال کړې ده. نوموړي ویلي، چې د دغو چارو د پیل په اړه یې لومړني کارونه مخته وړي او تمه لري، چې عملي چارې به يې راتلونکي کال کې پيل شي. د کندهار د اوسپنې پټلۍ آمریت د چمن – بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د ودانیزو چارو د پیل اړوند خبر یې د خلکو لپاره ښه زیری بللی دی.








