د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، تمه ده په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه شي. د یادې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي، د دې ګډې خونې له جوړېدو موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د پانګونې زیاتوالی او د سوداګریزو ننګونو حل دی. له دې سره سم، یو شمېر سوداګر وايي، د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو چارو د ګډې خونې په جوړېدو سره باید سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي. له بل لوري اقتصاد وزارت د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ګډو خونو جوړېدل د هېواد د اقتصاد په ګټه ګڼي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، افغانستان له پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې سره د سوداګرۍ ګډې خونې لري.








