د بلخ ولایت چارواکي په دغه ولایت کې د کسبګرو او سوداګرو ښځو لپاره د بازار له جوړېدو خبر ورکوي. د مزارشریف ښاروال وايي چې دغه بازار کابو ۲۰۰ هټۍ لري او ټولې هټۍوالې او پېرودونکي یې مېرمنې دي. بل خوا، د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولین وایي چې ا.ا ښځو ته د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې ژمن دی. ورته مهال، یو شمېر سوداګرې مېرمنې د دغه بازار له جوړېدو هرکلی کوي او له ا.ا د لا زیات ملاتړ غوښتونکې دي. د بلخ سیمه ییز مسوولین ډاډ ورکوي چې تمه ده په دغه ولایت کې د ښځینهوو لپاره یو بل بازار هم جوړ شي چې نږدې ۴۰۰ مېرمنو ته به د کار زمینه برابره شي.








