د برېټانیا د پارلمان ځینې غړي له نړیوالې ټولنې غواړي چې له ا.ا سره د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو په هکله خبرې وکړي او افغان نجونو ته باید د زده کړو حق ورکړل شي. د برېټانیا د پارلمان غړي په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر تړلو پاتې کېدو نیوکه کوي او وايي چې په دغه هېواد کې کابو ۸۵۰ زره نجونې له ښوونځیو محرومې شوې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي هم تازه په یوه ټوېټ په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د برابرو حقونو د ورکړې غوښتنه کړې ده. بل خوا، د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د پوهنې له بهیره پر ملاتړ ټينګار کړی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم، له ځينو افغانانو سره په کتنه کې زدهکړو ته پر اړتیا او په هېواد کې د ښوونځيو او پوهنتونونو پر پرانیستو ټينګار کړی دی. څه باندې ۵۴۰ ورځې کېږي، چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړل شوي دي او د محصلو نجونو برخلیک هم ناڅرګند دی.








