د امریکا سيليکون والي بانک د پولي کړکېچ له امله تړل شوی دی. سیليکون والي بانک د ۲۰۰۸م کال له پولي بحران راهيسې د امریکا په پرځېدلو بانکونو کې تر ټولو لوی بانک دی، چې د روانې مياشتې په ۱۰مې نېټې يې خپلې دروازې تړلې دي. په امريکا کې د پولي سیسټماټيک خطر له امله، سيګنيچر بانک هم د روانې مياشتې په ۱۲مې نېټې خپلې دروازې تړلې دي. د يادو بانکونو د د تړل کېدو له امله، په امريکا کې د ونډو بازار کمزوری او بانکي چارې ټېټې او کمرنګه شوي او په اروپا کې يې هم پر سهامي بازار اغېز ښندلی دی. د امریکا د ماليې وزيرې جانيټ يېلن منلې، چې د سيليکون والي بانک پولي شتمنۍ د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې د سود د دوامدار زیاتوالي له امله کمې شوې دي او په پای کې يې سقوط کړی دی.








