د راپورونو له مخې، په رسمیت د نه پېژندل کېدو له امله د سویلي اسیا د همکاریو سازمان نوبتي مشري افغانستان ته ورنه کړل شوه. پاکستاني رسنۍ (دي نېشن) ویلي چې د سارک سازمان نوبتي مشري تر اوسه له سریلانکا سره وه، خو تر سریلانکا ورسته ټلاکل شوې وه، چې دا نوبتي مشري افغانستان ته ورکړل شي. د سارک سازمان چې په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې تاسیس شوی، مرکز یې په نیپال کې او د سویلي اسیا اوه هېوادونه افغانستان، پاکستان، هندوستان، نیپال، سریلانکا، بوتان او مالدیف یې غړیتوب لري. په راپور کې راغلي چې د سارک د کړنلارې او قوانینو له مخې دا ځل باید افغانستان د سر منشي لپاره یو څوک ورپېژندلي وای، خو د سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژندنې دا کار ناشونی کړ. سرچینې زیاته کړې د افغانستان له درې کلنې مشرۍ وروسته به د دغه څوکۍ د سمبالښت چارې بنګله دېش ته سپارل کېږي، دا چې افغانستان خپل وار ته ونه رسېد بنګله دېش وړ وبلل شو، او هغوی خپل یو پخوانی ډيپلوماټ غلام سرور د عمومي منشي لپاره ورمخکې کړی دی. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.








