د چین په منځګړیتوب ایران او سعودي عربستان تر څو کلن کړکېچ وروسته د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو بیا پیلولو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د ایران او سعودي ترمنځ له څو لسیرو راهیسې د ایران او عراق، یمن او ترسوریې جګړې پورې پر بېلا بېلو موضوعاتو شخړې روانې وې تر دې پورې چې د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر مرکز د ډروند برید تور هم پر ایران لګول شوی و. خو تهران په دغه برید کې لاس لرل رد کړي وو. دا موافقه چې روانه اونۍ د چین په پلازمینې بیجینګ کې وشوه چې د چین لپاره د یوې لویې دیپلوماتیکې بریا په توګه ګڼل کیږي. ایراني رسنیو د ایران، سعودي عربستان او چین درې اړخیزه اعلامیه خپره کړې، چې پکې د تهران او ریاض ترمنځ د اختلافونو د حل او خبرو اترو لپاره د چین د ولسمشر شي جین پینګ د پام وړ نوښت ستاینه شوې ده.








