د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. نوموړې ویلي، د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګول له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د سرپرست حکومت پر اړیکو مستقیم اغېز لرلی شي. هغې ویلي، چې که ښځو ته د کار کولو اجازه ورنکړل شي، ښايي د افغانستان لپاره د مرستو بودیجه کمه شي او که د مرستو اندازه کمه شي، د بشري مرستو د لیږد بهیر به هم کمزوری شي. مېرمن اوتونبایوا ویلي، افغانان تمه لري چې د دوحې په تړون کې د طالبانو د ژمنو پر بنسټ؛ بشري حقونه، د ښځو حقونه او د زده کړو حقونه باید محدود نه شي.








