اوکراین وايي، له روسیې سره د جنګي اسیرانو د تبادلې په لړ کې ۱۳۰ تنه اوکرایني پوځیان چې څلور ښځې هم په کې دي، خوشې شوي. د اوکراین په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اندرې ییرماک پرون پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې لیکلي، چې دی د خپلو ټولو هغو همکارانو د ډلې ستاینه کوي چې د ډېرې مودې لپاره یې د دې تبادلې پر عملي کولو کار وکړ. د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لهخوا نیول شوي ۹۰ تنه سرتېري یې د پرونۍ تبادلې په نتیجه کې خوشې شوي دي.








