په کابل کې د خصوصي ښوونځيو ټولنې شمېرې ښيي چې په وروستیو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰ خصوصي ښوونځي د اقتصادي ستونزو له امله ديوالي شوي دي. د دغې ټولنې چارواکي وايي چې د دغو ښوونځيو له ديوالي کېدو وروسته، په سلګونه ښوونکي بې کاره شوي دي. له دې مخکې په کابل کې ۱۲۵۰ خصوصي ښوونځيو فعالیت درلود. بل خوا د خصوصي ښوونځیو یو شمېر مدیران زیاتوي، چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل ډېری همکاران له لاسه ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ د ریاست الوزراء دفتر مشر د هېواد د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مشر ته ډاډ ورکړی، چې ا.ا به خصوصي ښوونځیو ته اسانتیاوې برابروي او ستونزې به يې حل کوي.








