ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو ځورول د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدی شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، له نجونو او ښځو سره د سرپرست حکومت چلند ښايي جنسيتي ځورول او د بشريت ضد جنایت وي. هغه ټینګار وکړ چې په قصدي ډول پر ښځو پلان شوي محدودیتونه لګول شوي او پر هغوی ټولنیزه کړۍ راتنګه شوې ده. بېنېټ سپارښتنه کړې چې د سرپرست حکومت چارواکي باید ځواب ویلو ته حاضر شي. ا.ا لا د ریچارد بېنېټ دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يې د بښنې د نړیوال سازمان د ورته یوه راپور په غبرګون کې ویلي وو چې دوی ته د ملګرو ملتونو موندنې ځکه اساس نه لري چې د دوی حکومت يې په رسمیت نه دی منلی.








