د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د صندوق يا یونېسف د تغذیې د برخې مسووله میلاني ګالوین وایي، د تېرې ډسمبر میاشتې په پرتله په جنوري میاشت کې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته د هغو ماشومانو شمېر شل سلنه کم شوی چې بستري شوي دي. یونېسف همدارنګه ویلي، د روان کال لپاره په افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې په برخه کې د بشري مرستو لپاره ۱۸۶ میلیونه ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا ده، ترڅو د نورو برخو ترڅنګ د حادې خوارځواکۍ په وړاندې د ۸۷۵ زره ماشومانو درملنه وکړي.








