د صنعت او سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د پاکستان د صادراتو د کمېدو خبر ورکړی. د دغه وزارت ویاند د صادراتو د کمېدو اصلي دلیل د پاکستان اقتصادي رکود وباله او ویې ویل چې د پاکستان صادرات په کال کې له ۳ میلیارد ډالرو څخه ۹۴۰ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي دي. ویل کېږي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات په داسې حال کې کم شوي چې کابل په تېرو لسو میاشتو کې اسلام اباد ته له یو میلیارد ډالرو ډېر صادرات کړي دي. هغه څرګنده کړه، د افغانستان په صادراتي توکو کې جلغوزي، رومي بانجان، پیاز، سکاره او پنبه شامل دي او له پاکستان څخه د افغانستان په وارداتو کې وريجې، سمنټ، درمل، کچالو او یو شمېر نور توکي شامل دي. د ځینو خپرو شویو خبرونو له مخې، پاکستان له ۳۱ سلنه لوړ انفلاسیون سره مخ دی او دې مسلې د دغه هېواد وګړي له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.








