د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هیواد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر کریستوفر لنډبرګ په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي. دغه وزارت، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پلاوی به پاکستاني چارواکو سره پر ګډو ترهګریزو ګواښونو او نورو امنیتي مسایلو خبرې وکړي. بلخوا پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې ټاکل شوې پاکستان ته د امریکایي پلاوي په دې سفر کې چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو ترسره کېږي، د ګډو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پالیسو د ترتیبولو په سر خبرې وکړي. د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره دا ګډې هڅې په داسې حال کې پیلیږي، چې پاکستان د بل هر وخت څخه زیات د ډیر بد امنیتي وضعیت سره مخ دی.








