د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې ۲۹ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خپله ټویټر پاڼه په یوه ویډیوي پیغام کې زیاته کړې، پر ښځو د محدودیتونو لګولو افغانستان ته د مرستو رسولو لړۍ اغېزمنه کړې ده. له دې سره سم، یو شمېر ښځې هم له سرپرست حکومته غواړي چې، افغان نجونو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي. خو سرپرست حکومت وايي، دمګړۍ ښځې په هغو ځایونو کې چې ورته اړتیا ده، کار کوي. تر دې مخکې اروپايي ټولنې هم ویلي وو، افغانستان ته د مالي او بشري مرستو په کمېدو سره افغان ولس زیانمنېږي او زیاته کړې یې وه چې نه ښايي د سیاسي چارو له امله دغه کېدونکې مرستې راکمې شي.








