د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي دي چې ا.ا پر هغه ژمنو چې د دوحې په تړون کې راغلې؛ لکه د سیاسي مذاکراتو پیل عمل نه دی کړی. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د دوحې تړون د درې کلن کېدو په اړه دا هم ویلي چې ا.ا د افغانستان له خلکو سره کړې ژمنې له پامه غورځولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې واشنګټن به د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ وي او له ا.ا غواړي، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده کړو او په ټولنه کې د حضور زمینه برابره کړي. هغه ټینګار وکړ چې له تعلیم څخه د افغان میرمنو محرومیت له ا.ا سره د امریکا پر اړیکو منفي اغیز کړی دی.








