د افغانستان سرپرست حکومت په کابل او کندهار کې له خپلو چارواکو سره د اروپايي ټولنې د یوه جګپوړي پلاوي د ناستې خبر ورکوي. د خپرو شویو اعلامیو له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د اروپايي پلاوي مشرې رافیلا ایودیس د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي کتلي دي. متقي له یاد پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې اروپايي هېوادونه کولای شي په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېزي او د امنیت ډاډ یې ور کړی دی. په ورته وخت کې د کندهار ولایت د والي له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې توماس نیکولسن او رفیلا ایوډیس کندهار ته تللي او هلته یې د والي له مرستیال مولوي حیات الله مبارک او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي. مبارک له دواړو اروپايي چارواکو غوښتي، چې د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي او دغه راز له بزګرانو سره د کوکنارو د کښت په بدیل او د اوبو او برېښنا د بندونو په جوړولو کې مرسته کړي.








