د نوي ښوونیز کال له نږدې کېدو سره، نجونې زدهکوونکې د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کوي. زدهکوونکې وايي چې له زدهکړو د محرومیت دوام دوی له ستونزو سره مخ کړې دي او له سرپرست حکومته غواړي چې په نوي ښوونیز کال کې د نجونو د منځنۍ دورې او لېسې ښوونځي پرانیزي. ورته مهال ځينې ښوونکي د هېواد د پرمختګ په برخه کې د نجونو زدهکړې مهمې ګڼي. ځينې هېوادوال هم له سرپرست حکومته غواړي چې، په راروان نوي تعلیمي کال کې د هلکانو د ښوونځيو له پرانیستلو سره سم له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته هم د زده کړو د دوام اجازه ورکړي. په هېواد کې به تر راتلونکو ۲۰ ورځو نوی تعلیمي کال پیل شي؛ خو لا تر اوسه سرپرست حکومت د نجونو د متوسطو او لېسو د پرانیستو په تړاو څه پرېکړه نه ده کړې.








