د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه کې د ځينو هېوادونو استازو، په افغانستان کې له زده کړو او کاره د نجونو او ښځو پر منع کېدو نیوکه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه د سویس په جنیوا کې جوړه شوې وه. په دغې غونډه کې د سعودي عربستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې «هلا مزیاد التویجري» له کابله غوښتي چې د ښځو په اړه خپلې پرېکړې لغوه کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د بشري حقونو شورا غونډې ته په خپل راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونو، اقتصاد او د بشري مرستو د رسولو بهیر اغېزمن کړی دی. خو د افغانستان د سرپرست حکومت مرستيال وياند وايي چې د ښځو حقونه د شریعت د اصولو په رڼا کې تامينيږي.








