افغاني سره میاشت وايي په تېرو ۹ میاشتو کې يې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د طبيعي پېښو له زيانمنو او بېوزلو سره څه باندې ۳۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده. افغاني سرې مياشتې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې پر اړمنو کورنیو او د طبيعي پېښو پر زیانمنو وېشل شوې دي. په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې هرې کورنۍ ته ۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. د سرې مياشتې معلوماتو پر اساس دغه مرستې په بادغیس، کابل، پنجشیر، پکتیکا، سمنگان، خوست، اروزگان، پروان، زابل، کندهار، لغمان، لوگر، میدان وردګ ،ننگرهار، بغلان، تخار، پکتیا، جوزجان، دایکنډي، غزني، فاریاب، کونړ او کندوز ولایتونه کې وېشل شوې دي.








