په کندهار کې د نړيوال بانک او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر له خوا د ١٣٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو پروژو کار پيل شو. د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي، د افغانستان د سرپرست حکومت تر واک ته رسېدو وروسته نړیوال بانک په دغه ولایت کې د ۲۶ پروژو، چې لګښت یې اته میلیونه ډالرو ته رسېږي، ځنډولې دي. په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي غواړي چې د یو شمېر نیمه پاتې پروژو کار پیل او د کار زمینه ورته برابره شي. دغه راز د کندهار ښاروالۍ مسوولين وايي، هڅه کوي د يو شمېر مرستندويه موسسو په همکارۍ د دغه ولايت ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.








