د افغانستان د اسعاري شتمنیو د صندوق غړی شاه محمد محرابي وايي چې د افغانستان د شتمنیو ګټه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې تر پایه ۷۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده. محرابي وايي، د دغه صندوق د غړو په دویمه غونډه کې د افغانستان د شتمنیو د ساتنې، د صندوق د اجراییه رییس د ټاکنې او د افغان سلاکارانو د کمېټې د جوړولو په تړاو خبرې وشوې. نوموړی زیاتوي، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر وروستۍ پورې د افغانستان شتمنیو شاوخوا ۷۰ مېلیونه ډالره ګټه کړې ده. اقتصاد وزارت بیا وايي چې، د افغانستان د شتمنیو په کنګل پاتې کېدو سره د هېواد اقتصاد ته ډېر تاوان رسېدلی دی. د افغانستان د شتمنیو د ساتنې صندوق د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر پر ۱۴مه جوړ شو او موخه یې هم د افغانستان له شتمنیو د ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو ساتنه په ګوته شوې ده.








