د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي هوايي دهلېزونه د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم دي او د سوداګرۍ د لا پراختیا او اسانتیا لپاره به هوايي دهلېزونو ته وده ورکړي. د دغه وزارت سرپرست وايي د افغانستان د نساجي په صنایعو کې د پانګونې او بیارغونې له لارې به نه یوه یوازې پرځان بساینې ته لاره هواره کړي، بلکې له لارې به یې هېواد کې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي. نوموړی وايي، چې دامهال افغانستان په ۵۲ سکټورنو کې پر ځان بساینې او په ۱۵ نورو سکټورونو کې نیمه ځان بساینې ته بیا نږدې شوی دی. د نوموړي په خبره ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله ډېر شوي او دغه وزارت په هېواد کې د بیو د راټیټولو او کنټرول لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلي. دامهال د ځمکې او هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان غالۍ، زعفران، پوستکي، تازه او وچه میوه بهر ته صادریږي.








