په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر ناچاودېدونکي توکي لري، اوچا په یوه ټویټ کې ویلي، په روان ۲۰۲۳ کال کې د دغه توکو د خنثی کولو، له ځمکې د ماینونو د پاکولو او د دغو توکو د ګواښونو راکمولو لپاره ۱۸.۳ میلیونو ډالرو او همدارنګه د قربیانو سره د مرستې لپاره ۱.۴ میلیونو ډالره ته اړتیا ده. په افغانستان کې ډېر شمېر ماینونه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له مهاله پاتې دي.








