د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي چې د ا.ا لخوا په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندېز له امله د خصوصي پوهنتونونو کابو ۶ زره کارمندان له دندو ګوښه شوي او نږدې ۴۰ دغه پوهنتونونه د تړل کیدو پړاو ته نږدې شوي دي. د دغې ټولنې مطبوعاتي کارکوونکي عبدالکریم ناصري ویلي، چې د ا.ا له لوري پر ښځینه وو د پوهنتوني زده کړو بندیز سره تر ۷۰ زرو پورې ښځینه محصلانې له زده کړو محرومې شوي دي. ناصري زياته کړه که چېرې د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي بنسټونو پر وړاندې ستونزې دوام وکړي، د افغانستان شل کلنې تحصیلي لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي. د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او د لوړوزده کړو موسسې فعاليت کوي. دغه ټولنه وايي په دغو تعليمي ادارو کې شاوخوا یو لکو او ۳۰ زره هلکانو او ۷۰ زره نجونو زده کړې تر سره کولې او د دې ترڅنګ په دغو تعليمي ادارو کې د علمي کدرونو په ګډون شاوخوا شل زره تنو ته دندې په برخه شوې وې.








